اَلْمُنافِقُوْن ۲

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

گرځولی دی دوی قسمونه خپل ډال نو منع شول (منع کوی) د لاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ دوی بد دی هغه عملونه چه دوی کوی -

په دی کښی ددوی دری خصلتونه ذکرکوی (أَيْمَانَهُمْ) هرکله چه نشهد ئی وئیل په نیت دقسم سره او دا قسم دی لکه چه د اکثر اهل مذهب دی ددی وجی نه په دی آیت کښی دهغی نه تعبیر اوکړی شو په أَيْمَانَ سره (جُنَّةً) لکه چه په ډال سره انسان ځان د گذار د توری او نیزی وغیره نه بچ کوی نو دارنگ دوی په دی قسمونو سره ځان د سزا دنیوی او دقتال او د مؤمنانو دزورنی نه بچ کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل