اَلْمُنافِقُوْن ۵

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ

او کوم وخت چه اوئیلی شی دوی ته راشئ چه بخنه اوغواړی تاسو لره رسول اللّٰه ﷺ واړوی دوی سرونه خپل او اوینی به ته دوی لره چه مخ اړوی او دوی لوئی کوؤنکی دی -

په دی آیت کښی دری اوصاف د هغوی ذکرکوی او دلالت کوی په اصرار کولو ددوی په گناه باندی - (وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ) استکبار کښی معنیٰ د تحقیراو سپک گنړلوده یعنی رسول اللّٰه ﷺ ته راتلل اودهغه دعا غوښتل سپک گنړی اودا صریح کفردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل