مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
مثال د هغه کسانو چه ورکړی شوی ده (ذمه واری) د تورات بیا ذمه واری ئی نه ده ادا کړی په شان د حال د خر دی چه پورته کوی کتابونه بد دی مثال دهغه قوم چه دروغژن گنړی آیاتونه د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی هدایت نه کوی قوم ظالمانو ته -
روستو د اثبات د صدق درسول نه زجردی منکرینو ددغه رسول ته سرهٔ دعلم نه اوپه دی کښی رد دی د اولی دعویٰ د یهودیانو هغه داچه دوی وئیل چه تاسو اُمیین ئی او مونږ علماء او اهل کتاب یو نو مونږ ستاسو نه غوره یو نومونږ باندی لازم نه ده چه رسول امّی باندی ایمان راوړو حاصل د رد دادی چه عالم بی عمله دخر په شان دی دهغه هیڅ غوره والی نیشته (كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا) د مثال تفصیل دادی لکه خرباندی د غټو کتابونو بوج کیښودلی شی نوپه مَلا باندی بوج وی او ډډی ورله زخمی کوی او فائده ترینه هیڅ نشی اخستلی اوکله د جهل دوجی نه د لاری په مینځ کښی لټ شی نولاره بنده کړی نودارنگ هغه عالم د کتاب د اللّه تعالٰی چه د هغی حفظ کوی اوپه لوستلو کښی ئی تکلیفونه تیروی لیکن عمل ورباندی نه کوی نو بوج او تکلیف ورباندی ډیر دی او فائده ئی هیڅ نیشته نه په دنیا کښی او نه په آخرت کښی او داسی عالم کله دضد او د حسد د وجی نه دحق والوسره مقابلی کوی اوپه حق لار کښی رکاوټ هم پیدا کوی (أَسْفَارًا) جمع د سفر ده غټ کتاب ته وئیلی کیږی اشاره ده چه دا لوی ملا دی لیکن بی علمه دی دا آیت د عموم د الفاظو په وجه سره ددی امت بی عمله عالمانو ته هم شامل دی بلکه ابن قیم رحمه اللّه په اعلام الموقعین کښی وئیلی دی چه هغه چاته هم شامل دی چه حفظ دقرآن کوی ختمونه ئی کوی لیکن هیڅ تدبر او فکر په کښی نه کوی او اتباع ئی نه کوی او فیصلی ورباندی نه کوی او نه ئی په مطلب ځان پوهوی (بِئْسَ مَثَلُ) یعنی دا مثال په اصل کښی مکذبینو د کتاب اللّه دپاره دی چه په تورات کښی ذکر د خاتم النبین شته او دوی انکار کوی اوپه قرآن کښی توحید شته او دوی انکارکوی لیکن انکار او تکذیب د یهودیانو دهغوی په شان علماء سوء په طریقه د تحریف او تلبیس او کتمان سره دی په صریح انکار سره نه دی -