قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِنْ زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاءُ لِلَّهِ مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
ته اوایه ای یهودیانو که چیری تاسو دعویٰ کوئ چه یقیناً تاسو دوستان د اللّه تعالٰی ئی سیوا د نورو خلقو نه نو اوغواړئ مرگ که چیری تاسو ئی رشتینی -
په دی کښی رد دی په دوهمه دعویٰ د یهودیانو باندی هغه داده چه دوی وئیل تاسو ځمونږ بدی ولی ذکرکوئ په مثال ورکولو د حمار سره مونږ د اللّه تعالٰی اولیاء (دوستان) یو - نو ددی دعویٰ تردید کوی په دعوت د مباهلی سره (فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ) ابن کثیر وئیلی دی چه دعا دمرگ اوغواړئ په گمراه باندی د دواړه فریقونه اوپه سورة بقره کښی هم ابن کثیردا تفسیرکړی دی او ابن قیم هم په بدائع التفسیر کښی په سورة بقره کښی دا توجیه ذکر کړی ده او دا مباهله ده د یهودیانوسره اوپه سورة العمران (۶۱) کښی مباهله د نصاریٰ سره ده او په سورة مریم (۷۵) کښی مباهله د مشرکینو عوامو سره ده -