ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
دا فضل د اللّه تعالٰی دی ورکوی ئی هغه چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی خاوند دفضل لوی دی -
په دی کښی رد دی په یهودیانو باندی چه هغوی رسالت په خپل قوم پوری خاص گنړلو - ذَلِكَ اشاره ده بعثت د رسول اللّٰه ﷺ ته په امیین کښی یا مطلق وحی او نبوت ته -