وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
او نور خلق (روستو) ددوی نه چه نه دی رسیدلی هغوی ته په مرتبه کښی او خاص اللّه تعالٰی زورآور حکمتونو والا دی -
مرا د (آخَرِينَ) نه تمام هغه مؤمنان دی که عرب وی او که عجم وی چه دصحابه کرامو نه روستو دی تابعین او تبع تابعین او نورمؤمنان ترقیامته پوری - یا مراد عجمیان دی چه ایمان ئی راوړی دی په رسول اللّٰه ﷺ باندی ترقیامته پوری (لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ) ددی هم دوه توجیه دی اوله دا چه نه وؤ په زمانه د هغوی کښی خو په هغوی پسی راځی، دوهمه توجیه داده چه نه دی یوځای شوی د صحابه کراموسره په فضیلت او مرتبه کښی - اوپه دی کښی اشاره ده چه یو تابعی اگرچه لوی علم او تقویٰ والاوی دیو ادنیٰ صحابی مرتبی ته نشی رسیدلی -