هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اولیږلو ئی په ان پړو کښی رسول ددوی د جنس نه بیانوی په دوی باندی آیاتونه د اللّه تعالٰی او خائي دوی ته پاک اخلاق او تعلیم ورکوی دوی ته دقرآن او د سنت اگرچه دوی وؤ مخکښی ددی نه خامخا په گمراهئ ښکاره کښی -
روستو د توحید نه صدق د رسول اللّٰه ﷺ ذکرکوی او اشاره ده چه تسبیح د انسانانو اللّه تعالٰی لره په طريقه د رسول سره ضروری دی (فِي الْأُمِّيِّينَ) اُمّی په اصل کښی هغه چاته وئیلی کیږی چه نه ئی لوستل کړی وی او نه لیکل ورځی یعنی هغه څوک چه آسمانی کتاب هغوی له نه وؤ ورکړی شوی نو هغه دا ټول عرب دی - اوپه امیین (عرب) کښی رالیږل په دی طریقه سره دی چه عربو په هره قبیله کښی د نبی ﷺ دقرابت دپلار یا دمور دطرف نه موجود وؤ ما سیوا دبنی تغلب نه ځکه چه په هغوی کښی نصرانیت وؤ - اوپه عرب (امیین) کښی دبعث حکمت دادی چه دهغوی نسب د عجمو دټولو نسبونو نه اوچت دی اوبیا قریش اوپه هغوی کښی بنی هاشم خودټول عالم د خاندانونواو قبیلونه ا وچت دی (رَسُولًا مِنْهُمْ) رسول د جنس ددوی نه دی یعنی بشردی او داهم صریح نص دی په رسالت او بشریت د نبی ﷺ باندی نو ددی نه انکار یاپه دی کښی شک کول هم کفردی لکه چه الوسی په تفسیر روح المعانی کښی د سورة العمران په تفسیر کی داسی تفصیل لیکلی دی (وَيُزَكِّيهِمْ) مراد ددی نه طریقه خودل د اعمالو او اخلاقو ده دهغی اوقات، مقادیر، کیفیات او هیئات خودل او دا مرتبه د عمل کولو او د عمل خودلو ده چه هغه مقصد ددعوت دی او د تعلیم دی او ددی وجی نه ئی تزکیه ئی په مینځ ددعوت او تعلیم کښی ذکرکړی ده چه دا اصل مقصود دی او دیته علم التزکیه او علم الاخلاق وئیلی کیږی لیکن دیته د تصوف او د صوفیت نوم کیخودل صحیح نه دی ځکه چه منقول شرعی نوم پریخودل او غیر منقول نوم استعمالول د شرعی نه خلاف کار کول دی (وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ) دا صریح دلیل دی چه بغیردایمان او تابعداری د رسول نه ټولی لاری د گمراهئ دی او دارنگ دهری گمراهئ نه د نجات ذریعه صرف تابعداری دقرآن او دسنت د نبی ﷺ ده -