هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه را اولیږه ئی رسول خپل په هدایت سره اوپه حق دین سره ددی دپاره چه غالب کړی هغه لره په دینونو ټولو باندی اگرچه بد ئی گنړی مشرکان -
دا بیان دی دپاره د (مُتِمُّ نُورِهِ) یعنی اتمام د نور خپل کوی په رالیږلو ددی رسول او قرآن سره سرهٔ دصفت د غالب کولو نه په ټولو دینونوباندی (بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ) قرآن او توحید یا قرآن او حدیث یا عقیده او احکام مراد دی (لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ) د ظهورنه ماخوذ دی په معنیٰ د غلبی سره - او غلبه عامه ده که په حجت سره وی اوکه داسی وی چه نور دینونه وی لیکن کمزوری وی لکه په زمان د خلفاء راشدینو کښی چه اوشوه او که داسی وی چه بل دین سیوا د اسلام نه به په مخ د ځمکه باقی نه وی لکه چه په زمانه د نزول د عیسیٰ علیه السلام کښی په قرب د قیامت کښی به وی - یا اظهار په معنیٰ د اعلام او د اطلاع سره دی یعنی نزول د قرآن په نبی ﷺ باندی سبب دی دپاره د حصول د علم په ټولو ادیان سماویه او غیر سماویه باندی - (وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) هرکله چه هدی او دین حق توحید دی او انکار د توحید ته شرک وئیلی کیږی نو ددی ایت اختتام ئی په المشرکون سره اوکړو -