اَلصَّف ۸

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

دوی غواړی چه مړه کړی رنړا د اللّه تعالٰی په خپلو خولوسره او اللّه تعالٰی پوره کوؤنکی دی رنړا خپلی لره اگرچه بد ئی گنړی کافر -

دا هم زجردی په انکار درسول او دقرآن سره - دائي ذکرکړی دی په طریقه د جواب سوال سره - سوال دادی چه دوی ظلم کوی او د اسلام مقابله په افتراء‌ سره کوی داد څه مقصد دپاره کوی؟ جواب اوشو چه مقصد ددوی اطفاء د نوراللّه ده (نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ) مراد دنور نه نمر دی او کلام په طریقه د استعاره تمثیلیه سره دی یعنی دا منکرین چه د حق د ابطال کوشش کوی ددوی مثال دهغه شخص دی چه نمرپه پوکو باندی مړ کول غواړی یا مراد دنورنه قرآن او توحید او رسالت د آخری نبی ﷺ دی او اسلام دی او افواههم نه مراد بی دلیله خبری او شبهات واهیه دی (وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) په لفظ‌ د کفرکښی اشاره ده ظلمت ته چه مقابل دنوردی یعنی تیاره (ظلمات) خوخوونکی خلق رنړا نه غواړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل