اَلصَّف ۷

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَى إِلَى الْإِسْلَامِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

او څوک ډیر ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ او حال دا چه هغه رابللی کیدی شی اسلام ته او اللّه تعالٰی هدایت نه ورکوی قوم ظالمانوته -

دا زجردی هغه کسانوته چه بیناتو ته سِحر وائي که یهود وی چه تکذیب د عیسیٰ علیه السلام ئی کړی دی او که یهود او نصاریٰ دواړه چه تکذیب ئی د آخری نبی ﷺ کړی دی (الظَّالِمِينَ) یعنی انکار دحق نه په طریقه د ضد اوعناد سره کوی آیت پنځم کښی الفاسقین ذکر وؤ ځکه چه زیغ دزړونو فِسق د عقیدی دی او دلته ئی الظالمین اوئیل چه په اول د آیت کښی ئی وَمَنْ أَظْلَمُ وئیلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل