اَلصَّف ۶

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ

او کوم چه وخت چه اوئیل عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ای بنی اسرائیلو یقیناً‌ زه رسول د اللّه تعالٰی (رالیږلی شوی یم) تاسوته تصدیق کوؤنکی د هغه کتاب چه ځما نه مخکښی دی چه تورات دی او زیری ورکوؤنکی یم په داسی رسول چه راځی به ما پسی روستو نوم دهغه احمد دی نوهرکله چه راوړل دوی ته ښکاره معجزات دوی اوئیل دا جادو ښکاره دی -

دا هم دلیل نقلی دی چه عیسیٰ علیه السلام تصدیق د تورات هم کړی دی لیکن بنی اسرائیلو دهغه نه زیغ اوکړو او دا رنگ بشارت ئی په آخری نبی سره هم ورکړی دی خودا بنی اسرائیل د هغه نه هم انکار کوی - او په حدیث د مسند احمد کښی راغلی دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه زه دعا دپلار یم چه ابراهیم علیه السلام دی او بشارت د عیسیٰ علیه السلام هم یم (مِنْ بَعْدِي) لفظ د بعد دلالت کوی په مطلق روستو والی، او لفظ‌ د مِن چه داخل شی په بعد باندی نو اشاره ده قِلّتِ‌ بعدیت او عدم واسطی ته په مینځ د مخکنی او روستنی کښی یعنی په مینځ د عیسیٰ علیه السلام او محمد ﷺ کښی بله واسطه (یعنی بل رسول او نبی) نه دی راغلی او ددی دواړو په مینځ کښی تقریباً‌ پنځه سوه او نهه اویا کاله فاصله ده (أَحْمَدُ) امام رازی په تفسیرکبیر او قاسمی په خپل تفسیرکښی اوالشیخ رحمت اللّه الکیرانوی په کتاب اظهارالحق کښی د انجیل د یوحنَّا د څوارلسم باب نه بشارت په لفظ‌ د فاقلیط سره نقل کړی دی اودا یونانی لفظ دی او اصل ئی ببرکلوط‌ دی او معنیٰ دهغی احمد دی اوپه انجیل د برنابا کښی صریح عبارتونه ډیردی هان روستو راهبانو د ډیر ضد د وجی نه په دغه الفاظو کښی تحریفات کړی دی - اوحدیث دبخاری کښی دی چه زه محمد یم او احمد یم او ماحی او حاشر او عاقب یم -
فائده: فرق په مینځ د احمد او محمد کښی په دوه طریقوسره دی اول داچه احمد اسم تفضیل دی یعنی احمد الحامدین للّه - ټول انبیاء علیهم السلام حمد ویونکی دی لیکن آخری نبی دټولو نه زیات حمد ویونکی د اللّه تعالٰی دی او محمد په معنیٰ دمحمود سره دی لیکن محمود صرف حمد کړی شوی ته وئیلی کیږی او محمّد هغه ته وئیلی شی چه باربار ئی حمد وئیلی کیږی - اوددی نه چه مرزائی خپل نبوت د اثبات دپاره دلیل ذکرکړی دی نوهغه خالص دروغ او تحریف دی ځکه چه د مرزائی نوم غلام احمد دی اوپه دی آیت کښی احمد ذکرشوی دی او مضاف خوغیروی د مضاف الیه نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل