وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
او کوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته ای ځما قومه ولی خفه کوئ ما او حال دا چه یقیناً پوهیږئ تاسو چه زه رسول د اللّه تعالٰی (رالیږلی شوی یم) تاسو ته نو هرکله چه دوی کاږه شول کاږه کړه اللّه تعالٰی زړونه ددوی او اللّه تعالٰی هدایت نه ورکوی قوم ډیرنافرمان ته -
دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه چه موسیٰ علیه السلام دعوت توحید او جهاد ته ورکړی وؤ او دارنگ په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په داسی طریقه چه دا منافقان چه مخالفت کوی د امردقتال نه نوصبرکوه ځکه چه داسی یهودیانو هم د موسیٰ علیه السلام د امرنه خلاف کړی وؤ او هغه صبرکړی دی (لِمَ تُؤْذُونَنِي) بنی اسرائیلو موسیٰ علیه السلام ته ډیری ایذا گانی ورکړی وی لکه سورة نساء (۱۵۳) او اعراف (۱۳۸) کښی او نوری واقعی هم په احادیثو او کتابونو دتفسیر کښی شته دی لویه ایذاء هغه ده چه په سورة مائده (۲۴) کښی ذکر شوی ده یعنی انکار دقتال فی سبیل اللّه نه او دلته دا مراد واضح دی (أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ) جزاء دجنس د عمل نه وی هرکله چه دوی د طاعت او دایمان اود احترام درسول اود قتال فی سبیل اللّه نه کاږه شول نو اللّه تعالٰی ددوی په زړونو کښی شکوک، حیرانتیا، او گمراهی پیدا کړه (الْفَاسِقِينَ) دا فسق د عقیدی دی په قرینه د زیغ سره ځکه چه زیغ د عقیدی سره تعلق لری -