اَلصَّف ۴

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ

یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه کوی د هغه کسانو سره چه جنگ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی صفونه صفونه گویا چه دوی دیوال دی په یوبل کښی ننوتلی -

په دی آیت کښی ترغیب دی قتال فی سبیل اللّه ته عملاً‌ - او ددی آیت د اتصال نه معلومه شوه چه اول دواړه آیتونه په طریقه د تمهید عمومی سره وؤ اوپه دی کښی مقصد ئی ذکرکړو یعنی چه قول د امنَّا تاسو کړی دی نو دهغی دپاره عمل دقتال ضرور اوکړئ او دا دخطاب طریقه ده چه اول عمومی کلام ذکرکړی شی نوبیا خصوصی مقصد د هغی په مناسبت کښی ذکرکړی شی (كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ) هغه دیوال چه گټی او خختی د هغی په یوبل کښی اومنډلی شی تردی پوری چه چودونه ئی بندشی او هموار وی او مضبوط‌ وی نوداسی صف دقتال اوصف دمونځ د جماعت ضروری دی چه دیوبل سره داسی جوخت وی چه په مینځ کښی فُرَجات نه وی او د نعمان بن بشیرروایت امام بخاری نقل کړی دی چه مونږ به په صف کښی اوگی او گيټئ د خپو دیوبل سره پیوست کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل