اَلصَّف ۱۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

ای ایمان والو آیا اوښایم تاسو ته یو داسی تجارت چه بچ کوی تاسولره دعذاب دردناک نه -

دا دوهم خطاب دی مؤمنانو ته او ترغیب دی جهاد ته په ذکردبشارت اخرویه سره او متعلق دی د څلورم آیت ددی سورة سره (تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) دا تفسیر دتجارت دی یعنی د خرڅوؤنکو (چه مؤمنان دی) د طرف نه ایمان او جهاد بالمال او النفس دی (وَتُجَاهِدُونَ) مراد ددی نه قتال فی سبیل اللّه دی په قرینه د څلورم آیت سره (بِأَمْوَالِكُمْ) د مال خرچ کولو ته اول او هروخت ضرورت دی په نسبت د نفس سره ددی وجی نه اموال ئی مقدم ذکرکړل (ذُنُوبَكُمْ) هرکله چه ایمان او جهاد دواړه یوځای ذکرکړی دی نو ذنوبکم ئی بغیر دمِن نه ذکرکړی دی دپاره د عموم یعنی ټول گناهونه په دی بخلی کیږی (فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ) د اول جناتٍ نه مراد دارالثواب دی چه اللّه تعالٰی دعام مؤمنانو دپاره تیار کړی دی او مختلفو نعمتونو باندی مشتمل دی او د دوهم جنات نه مراد باغات د اونو بوټو دی یعنی دا مساکن به په باغونو کښی دننه وی او گیرچاپیر به ددوی نه اونی وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل