لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
نه منع کوی تاسولره اللّه تعالٰی دهغه کسانو نه چه نه ئی دی کړی جنگ تاسو سره په دین اسلام کښی او نه یئ ویستلی تاسو د کورونو ستاسونه چه نیکئ کوئ تاسو د هغوی سره او ورکوئ حق په انصاف سره هغوی ته یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی د انصاف کوؤنکو سره (په حق ورکولو کښی) -
په دی آیت کښی د کافرانواو مشرکینو هغه قسم ذکرکوی چه هغوی په مؤمنانو باندی هیڅ ظلم نه دی کړی نو ددوی سره دنیوی تعلقات په بِرّ او قِسط ورکولو سره جائزدی اگرچه موالات ورسره منع دی او دا حکم اوس هم جاری دی (أَنْ تَبَرُّوهُمْ) د بِرّ نه مراد دنیوی او انسانی حسن سلوک کول اوچه هغوی سره قرابت د نسب وی نو صِله رحمی ساتل مراد دی لکه حدیث داسماء بنت ابی بکر رضی اللّه عنها کښی راغلی دی چه نبی ﷺ هغی ته اجازت ورکړی وؤ چه دمور سره صِله رحمی اوکړه کله چه مور ئی مشرکه وه (وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ) د اقتساط نه مراد د مال څه حصه ورکول په طورداحسان یا د صله رحمی سره دی عدل کول مراد نه دی ځکه عدل په مؤمن باندی دهرکافر سره واجب دی اوپه بّر او اقساط کښی هغوی ته دعوت دتوحید او سنت هم داخل دی په نرمه لهجی سره -