إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
یقیناً منع کوی تاسو لره اللّه تعالٰی د هغه کسانو نه چه جنگ کوی تاسوسره په دین کښی او ویستلی ئی تاسو د کورونو ستاسونه او امداد ئی کړی دی په ویستلو ستاسوباندی چه دوستانه کوئ تاسو دهغوی سره او چا چه دوستانه اوکړه دهغوی سره نودغه کسان دوی ظالمان دی -
په دی آیت کښی دوهم قسم د کافرانو ذکرکوی چه دهغوی سره هرقسم احسان او موالات کول حرام دی او هغه مقابلین ظالمان دی - او ددوی دشمنی په دری طریقو سره ښکاره ده قتال کول دمؤمنانو سره - د وطن نه ویستل او نورو دشمنانو سره مدد کول په دی دری واړو کښی اگر چه یو عمل هم موجود وی نو هم په دی قسم کښی داخل دی -