اَلْمُمْتَحِنَة ۷

عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ

امید دی چه اللّه تعالٰی به جوړه کړی په مینځ ستاسو اوپه مینځ دهغه کسانو کښی چه تاسو ورسره دشمنی کوئ ددوی نه دوستانه او اللّه تعالٰی قدرت والا دی او اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -

ددی آیت نه دوهم باب دسورة دی ترآخرپوری - په دی کښی اول تسلی ده په لری کولود دشمنئ بیا تقسیم د کافرانودی دوؤ قسمونوته اول قسم سره تعلق دنیوی جائزدی او دوهم سره مطلق تعلق ساتل منع دی - بیا دوه قانونه دی دپاره د دخول د زنانو په اسلام کښی اول قانون په وخت مصالحت پوری خاص دی او دوهم عام دی اوپه آخری آیت کښی بیا دعویٰ دسورة ذکرکوی - په دی (۷) کښی تسلی ده مؤمنانوته روستو د امر کولو دبرائت نه کافرانوسره (چه دشمنان ددین دی) اشاره ده چه برائت کول چه په حکم د اللّه تعالٰی سره او د اللّه تعالٰی دپاره وی نو ښه نتیجه ورکوی (عَسَى) دا لفظ‌ اگرچه امید دپاره وی لیکن اللّه تعالٰی خو د امیدونو لرلو نه پاک دی ددی وجی نه داپه معنیٰ د تحقیق سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل