اَلْمُمْتَحِنَة ۶

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَمَنْ يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ

یقیناً‌ شته دی ستاسو دپاره په دوی کښی نمونه د تابعدارئ ښائسته دپاره دهغه چا چه امید لری د ملاقات د اللّه تعالٰی او د ورځ روستنئ او چاچه مخ اوگرځوؤ نویقیناً‌ اللّه تعالٰی هغه بی حاجته سائیلی شوی دی -

دائی دوباره ذکرکړو - یو وجه د تکرار داده چه په دی کښی ئی قید اولگوؤ د لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ، چه دا اقتداء‌ په صحیح عقیده او نیت سره په کار ده هغه وخت به فائده ورکوی - دوهمه وجه داده چه مخکښی حکم د اقتداء‌ وؤ په برائت عن المشرکین کښی فقط اوپه دی کښی ترغیب دی په اقتداء‌ سره په ټول ملت ابراهیمیه کښی چه پوره توحید دی (وَمَنْ يَتَوَلَّ) یعنی چا چه اعراض اوکړو د اقتداء د ابراهیم علیه السلام نه یعنی برائت د مشرکانو نه نه کوی او دهغوی سره عداوت نه ښکاره کوی نوده ځان ته ضرر اورسوؤ ځکه چه اللّه تعالٰی خو غنی ذات دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل