رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
ای ربه ځمونږه مه گرځوی مونږ ازمائش دپاره دکافرانو او بخنه اوکړی مونږ ته ای ربه ځمونږ یقیناً ته خاص ته زورآور حکمتونو والا ئی -
دا هم دعا د ابراهیم علیه السلام ده یا امردی په دی سره مؤمنانو ددی امت ته (فِتْنَةً) مراد ددی نه عذاب دی یعنی د کافرانو په لاس باندی مونږ له عذاب مه راکوی یا فتنه په معنیٰ د امتحان اوپه شرک باندی پوخ پاتی کیدلو ته وئیلی کیږی او ذکر دمسبب او مراد ترینه سبب دی چه هغه عذاب یا تسلط د کافرانو دی په مؤمنانوباندی یعنی ای ربه په مونږباندی عذاب د خپل طرف یا د کافرانو دطرف نه مه راولی چه هغه به سبب اوگرځی دپاره د پخیدلو د کافرانو په شرک باندی یعنی هغوی به گمان اوکړی چه مونږپه حقه باندی یو نوددی وجی نه په مؤمنانوباندی عذاب راغی یا ځمونږغلبه او تسلط ورباندی راغی -