اَلْحَشْر ۲۲

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ

خاص هغه اللّه تعالٰی دی داسی ذات چه نیشته حق دار د بندگئ سیوا دهغه نه عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی خاص هغه پوره مهربانی کوؤنکی خاص رحمت والا دی -

شربینی په باره دربط کښی وئیلی دی چه عظمت دقرآن کریم ذکرشو او قرآن صفت د اللّه تعالٰی دی نو اوس عظمت د موصوف (چه اللّه تعالٰی دی) ذکرکوی ځکه چه عظمت د صفت، دوجی د عظمت د موصوف نه دی - دوهم ربط دادی چه خشیت او خشوع په قرآن سره هله حاصلیږی چه د اللّه تعالٰی اسماء حسنیٰ او صفاتِ عُلیا اوپیژنی اوپه دی دری آیاتونو کښی د اللّه تعالٰی اسماء او صفات ئی په حذف سره دتکرار سره شل ذکرکړی دی (الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) دا اول صفت دی او مقصود په دی کښی اثبات د الوهیت په طریقه د اختصاص سره دی دپاره د اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ) دا دوهم صفت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل