اَلْحَشْر ۲۳

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ

خاص هغه اللّه دی داسی ذات چه نیشته حق دار د بندگئ سیوا دهغه نه پوره بادشاه دی ډیرپاک دی بچ دی دهرنقصان نه امن ورکوؤنکی ساتنه کوؤنکی دی عزت والا دی زور کوؤنکی دی خاوند دلوئی دی پاکی ده اللّه تعالٰی لره دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -

په دی کښی مقصد اثبات د الوهیت سره د اختصاص نه د اللّه تعالٰی دپاره دی په دلیل دقدرت او تصرف دهغه سره په هرڅیزکښی په هرجهت سره ددی وجی نه روستو صفتونه د تصرف ئی ذکرکړی دی نو ملعومه شوه چه دالوهیت د اثبات دپاره دوه قسم صفتونه ضروری دی صفت دعلم بکل شی او صفت دقدرت علی کل شئ او دا دواړه خلاصه ده دصفتونو د اللّه تعالٰی (السَّلَامُ) سالم او بچ دی د عارض کیدلو د هرنقصان او شیب نه په ذات او صفاتو کښی نوفرق دقدوس او سلام دادی چه ذاتی او اصلی نقصان په کښی نیشته نو قدوس دی او عارضی نقصان او شیب هم په کښی نشی راتللی نو سلام دی یا سلامتیا ورکوؤنکی دی بندگانو ته هرکله چه اوغواړی، یا سلامتیا ورکوؤنکی د ظلم کولونه یعنی ظلم په هیچ چا نه کوی (الْمُؤْمِنُ) امن ورکوؤنکی دی دوستانو خپلو ته د عذاب نه او ټولو خلقوته د خوف دظلم کولو نه - نو فرق په روستنی معنیٰ سره او المؤمن دادی چه السلام کښی اشاره ده چه معامله دظلم د هیچ چا سره نه کوی او المؤمن کښی اشاره ده چه دخوف د ظلم نه ئی امن ورکړی دی - یا الْمُؤْمِنُ ښکاره کوؤنکی دتوحید خپل دی په خپل شهادت سره چه (شهد اللّه انه لاالٰه الا هو) اوپه دلیلونو سره، دا معنیٰ مجاهد نه نقل ده - یا تصدیق کوؤنکی درسولانو خپلو په معجزاتوسره او دمؤمنانو په ثواب ورکولو سره (الْمُتَكَبِّرُ) ښکاره کوؤنکی دی خپلی کبریاء لره په دلیلونو عقلیو او وحییو سره - ډیر لوی دی په ټول مخلوق باندی په ذات او صفتونو سره - فرق په مینځ د مستکبر او متکبرکښی دادی چه استکبار همیشه په ناحق لوئی کولو کښی استعمالیږی ددی وجی نه دا په صفت داللّه تعالٰی کښی نه راځی اوتکبر کله په حق سره وی لکه په صفت د اللّه تعالٰی کښی او کله په ناحقه سره وی لکه په صفت د مخلوق کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل