اَلْحَشْر ۲۱

لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

که چیری مونږ نازل کړی وی دا قرآن په غر باندی ضرورتا به لیدلی وؤ هغه عاجزی کوؤنکی ټکړی کیدونکی د وجی د ویری د اللّه تعالٰی نه او دا مثالونه بیانوؤ مونږ دپاره دخلقو ددی دپاره چه دوی فکراوکړی -

په دی آیت کښی دری توجیهات دی اول داچه عظمت دقرآن کریم ذکرکوی سرهٔ د زجرنه منکرینو ته حاصل دا چه که یو غر ته اللّه تعالٰی فهم او عقل د انسان په شان ورکړی وی اوپه قرآن کریم سره ئی مکلف کړی وی او قرآن ئی ورته اورلی وی نوهغه به دخشوع او خشیت دوجی نه ټکړی شوی وی اگرچه د ډیرو سختو گټو نه ډک دی لیکن انسان اعراض کوؤنکی دومره سخت زړی دی چه په قرآن سره په ده کښی اثرنه پیدا کیږی - دوهمه توجیه داده چه په دی کښی ثقل د قرآن او احسان په نبی ﷺ باندی ذکرکوی یعنی دقرآن کریم بوج او دروندوالی خو دومره دی چه غرونه هغی برداشت نه شی کولی لیکن اللّه تعالٰی خپل نبی ﷺ لره دومره قوت ورکړی دی چه هغه دقرآن کریم دثقل د نزول او دبوج دتبلیغ برداشت کوی - دریمه توجیه داده چه په دی کښی ثقل دقرآن کریم او جواب سوال ذکرکوی سوال د مشرکینواو یهودیانو دا وؤ چه دا قرآن په یو ځل باندی په دی نبی باندی ولی نه نازلیږی؟ حاصل دجواب دادی چه په یوځل (په جمع) د قرآن په غرباندی نازل شی نوهم ئی برداشت نه شی کولی ځکه چه دغر قوت دجسم ډیر زیات دی نو نبی ﷺ دهغی برداشت څه رنگ کولی شی؟ ربط د ماقبل سره دادی چه کافران یهود او منافقان وغیره د اصحاب النار د ډلی نه په دی قرآن سره وتلی شی په دی شرط چه په دی کښی فکراوکړی او ایمان پری راوړی ا ودقرآن په سبب اللّه تعالٰی ته خشوع اوکړی او خشیت اوکړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل