وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
او مه کیږئ په شان دهغه کسانو چه هیرکړی دی اللّه تعالٰی نو هیرکړل اللّه تعالٰی ددوی نه نفسونه ددوی دغه کسان هم دوی پوره نافرمان دی -
دا څلورم خطاب دی - مراد ددی نه د مشابهت کافرانو، منافقانواو مشرکانو نه په هره طریقی سره ځان ساتل دی که مشابهت په عقیده کښی وی او که په عمل او اخلاقو کښی اوکه په صورت کښی اوکه په سیرت کښی وی اوکه په غم او ښادئ کښی اوپه لباس وغیره کښی لکه چه د تشبیه ددوی نه ئی منع کړی ده (فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ) جزا د جنس د عمل نه وی ددی وجی نه دا تعبیراوکړی شو مراد ددی نه دادی چه اللّه تعالٰی دوی له توفیق د نیک عمل نه ورکوی اوکه نیک عمل وی نوورسره شرک بدعت او ریاء وغیره گډ وی نو ددوی نفسونو ته به په قیامت کښی هیڅ نفع ورنه کړی -