اَلْحَشْر ۱۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او فکردی کوی هر نفس دهغه عمل چه لیږی ئی دصبا دپاره او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو چه تاسو ئی کوئ -

روستو د بحث د منافقانو نه خطاب کوی مؤمنانوته دی دپاره چه ځان بچ کړی د صفاتو د د نفاق نه اوپه دی کښی دری اوامر او یو نهی ذکرکوی - اول (اتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه تقویٰ د ایمانیاتو ده یعنی دهرقسم شرک او کفر نه ځان ساتل دوهم (وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ) یعنی د ځان سره حساب کول او تمیز کول په مینځ دحق او باطل کښی - لِغَدٍ، مراد ترینه ورځ د حساب ده - غد په محاوره دعرب کښی راتلونکی ورځ ته وئیلی کیږی نو اشاره ده چه دا ټول ددنیا په شان دیوی ورځی دی او صباله قیامت دی دریم (وَاتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه تقویٰ داعمالو ده یعنی د اوامرو پابندی کول او د نواهی نه ځان بچ کول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل