اَلْحَشْر ۱۵

كَمَثَلِ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

(حال ددوی) په شان د حال دهغه کسانو دی چه ددوی نه مخکښی وؤ په نزدی زمانه کښی او څکله هغوی سزا د کارخپل اودوی لره عذاب دردناک دی -

دامثال دپاره د تخویف دنیوی دی منافقانوته (وَبَالَ أَمْرِهِمْ) امرنه مراد ددوی کفر اودحق سره دشمنی اود نبی ﷺ سره لوظ ماتول دی - وّبَالَ نه مراد قتل د کفار قریش دی په بدرکښی او ویستل ددوی د کورونو د بنی قینقاع لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل