اَلْحَشْر ۱۶

كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ

(حال ددوی) په شان دحال دشیطان دی کله چه اوائي انسان ته کفر کوه نوهرکله چه هغه کفراوکړی دی ورته اُوائي یقیناً زه جدا یم ستانه یقیناً زه ویره کوم د اللّه تعالٰی نه چه رب العالمین دی -

دا دوهم مثال دی لیکن عطف کړی نه دی په ماقبل باندی ځکه اول مثال دعذاب دنیوی دی او دا مثال د دهوکی دمنافقانو دی دیهودو (بنی نضیرو) سره یاداچه اول مثال دیهودیانو دی او دوهم مثال دمنافقانو دی نودا دواړه مستقل مثالونه دی - مشبه به په دی کښی په قول دمجاهد سره هرانسان دی چه کفر اوشرک او نفاق کوی په وسوسه د شیطان انسی یا جنّی سره اوهرکله چه انسان کفرکښی کلک شی نوشیطان ترینه برائت اوکړی په دی ویری چه مالره دده په عذاب کښی شریک نه کړی لیکن دا برائت شیطان ته هیڅ فائده نه ورکوی بلکه د دواړو عاقبت به اور دجهنم وی (إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ) دی قول دشیطان کښی خوف ایمانی مراد نه دی بلکه خوف طبعی یا خوف په دروغ دعویٰ سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل