لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ
جنگ نشی کولی دوی تاسو سره په یوځای مگرچه کلو قلعه بندوکښی وی یا شاته ددیوالونو نه جنگ ددوی (ډوزی) په کورنئ ددوی کښی ډیرسخت دی گمان کوئ تاسو په دوی باندی یو خلق او حال داچه زړونه ددوی دیو بل نه خلاف دی دا ددی وجی نه چه دوی داسی قوم دی چه عقل نه لری -
دا نتیجه د رهبت ددوی ده اوپه دی کښی ددوی څلور قبائح ذکرکوی (تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى) یعنی د مؤمنانو په مخالفت کښی متفق دی لیکن ددوی په عقیدو او خواهشاتواو ارادو کښی ډیر تفاوت او اختلاف دی لیکن اختلاف د زړونو سره ظاهری اتحاد هیڅ فائده نه ورکوی لکه چه په نن زمانه کښی مختلف مسلکونو والا دیوبل سره اتحاد ظاهری اوکړی لیکن دهغی هیڅ صحیح نتیجه نه رااوځی -