لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ
خامخا تاسو ډیر سخت رعب والا ئی په سینو ددوی کښی د اللّه تعالٰی دطرف نه داپه دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه صحیح پوهه نه لری -
دا علت دی دپاره د ماقبل او په دی کښی دمنافقانو دوه صفتونه ذکرکوی (رَهْبَةً) هغه سخته ویره ده چه سره د اضطراب اود غم نه وی (لَا يَفْقَهُونَ) فقه د کلام په ظاهری مفهوم او دهغی په اشاراتو او حکمتونوباندی پوهیدل دی او داد علم او معرفت او فهم نه اوچته درجه ده -