اَلْحَشْر ۹

وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

او هغه کسان چه آباد شوی دی په کورونو کښی (اوحاصل کړی دی) ایمان مخکښی د راتللو دمهاجرینونه مینه کوی دهغه چاسره چه هجرت کوی دوی ته اودوی نه مومی په خپلو سینوکښی خفگان دهغه څیزنه چه ورکړی شی (مهاجرینوته) او غوره کوی په خپلو ځانونو باندی (مهاجرینولره) اگر چه وی په دوی باندی لوږه او څوک چه بچ اوساتلی شو د حرص دنفس نه نو دغه کسان دوی کامیاب دی -

په دی کښی پنځه صفات د انصارو ذکرکوی اودوی لره هم حصه ده په مال فئ کښی (مِنْ قَبْلِهِمْ) مراددی نه قبْل هِجْرَتَهُمْ، دی یعنی د مهاجرینو مدینی ته د راتللونه وړاندی انصارو مدینه کښی سکونت کوؤ او اکثرو ایمان راوړی وؤ ځکه ددوی دوه وفدونو مکی کښی د نبی ﷺ سره بیعت د عقبی کړی وؤ اوبیا دهغوی په دعوت سره اکثرو مدینی والو ایمان راوړی وؤ (وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً) مراد د (حاجة) نه حسد، بغض او غش او خفگان دی (مِمَّا أُوتُوا) یعنی مهاجرینو ته چه مال فئ او زکوٰة وغیره ډیرورکړی شی او عزت او مرتبه ورکړی شوی ده نو انصار په هغی باندی هیڅ خفگان او حسد نه کوی (وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ) دا دلیل د محبت او عدم حسد او د اخلاص د انصارو دی - خَصَاصَةٌ، نفس احتیاج او ضرورت او لوگی ته وئیلی کیږی یعنی ددوی ایثار د وجی د استغناء نه دی بلکه سره داحتیاج نه د محبت د وجی نه دی او دانصارو داحتیاج ډیرواقعات احادیثو کښی راغلی دی او مفسّرینو ئی ډیری قصی لیکلی دی - (وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ) په دی کښی دی اشاره ده چه دا تیرشوی اوصاف دلیل دی چه انصارو کښی شح او بخل نه وؤ او دوی مستحق دفلاح دی - شح او بخل کښی فرق دادی چه بخل عام دی که طبیعت گرځیدلی وی یا نه وی او شح دادی چه حرس د انسان طبیعت اوگرځی - ابن کثیردامام احمد نه حدیث نقل کړی دی چه شح او ایمان په زړه د بنده کښی چیری نه جمع کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل