اَلْحَشْر ۸

لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ

(دامالونه) دپاره د فقیرانو مهاجرینودی هغه کسان چه ویستلی شوی دی د کورونو خپلواو مالونو خپلونه لټوی دوی فضل د اللّه تعالٰی اورضا دهغه او مدد کوی دوی د اللّه تعالٰی او درسول دهغه سره دغه کسان دوی رشتینی دی -

په دی کښی اصل مستحقین د مال فئ ذکرکوی چه هغه دری قسمه دی او علت د استحقاق ته اشاره کوی او صفات د مهاجرینو پنځه ذکرکوی (وَيَنْصُرُونَ) یعنی روستو دهجرت دعوت او جهاد کول ئی نه دی پریخودلی بلکه هغه جاری ساتی (أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) معلومه شوه چه هجرت اونصرت د دین د اللّه تعالٰی دلیل دصدق دایمان دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل