اَلْحَشْر ۱۰

وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ

او هغه کسان چه راځی روستو ددوی نه دوی وائي ای ربه ځمونږ بخنه اوکړی مونږ ته او ورونړو ځمونږ ته هغه چه مخکښی ځمونږ نه ئی حاصل کړی دی ایمان لره اومه اچوی په زړونو ځمونږ کښی خفگان دهغه چانه ایمان ئی راوړی دی ای ربه ځمونږ یقیناً‌ ته شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی ئی -

په دی کی دریم قسم خلق ذکرکوی چه دهغوی په مال فئ‌ کښی حق دی چه هغه تابعداری کوؤنکی او دعا کوؤنکی دی صحابه کرامو (مهاجرینو او انصارو) ته ترقیامته پوری (وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ) مراد د اخوت نه ایمانی اخوت دی په دلیل د الَّذِین سبقونا بالایمان سره اودا لفظ شامل دی ټولو مؤمنانوته عموماً چه د هرنبی په امت کښی وی او خصوصاً صحابه کرامو ځمونږ د نبی ﷺ ته - (غِلًّا) طبعی خفگان ته وئیلی کیږی او دا ادنیٰ څیزدی په نسبت دحسد او بغض سره نو ازاله د ادنیٰ مستلزم ده ازالی د اعلٰی لره (لِلَّذِينَ آمَنُوا) په دی کښی قید د سبقونا نه دی ذکرکړی اشاره ده زیات عموم ته که تیرشوی مؤمنان وی او که موجوده وی - قرطبی وئیلی دی چه دا آیت دلیل دی چه محبت دصحابه کرامو سره واجب دی ځکه چه شرط د حق د فئ دپاره ئی د هغوی استغفار او عدم غِل گرځولی دی نو څوک چه ټولو صحابو یا یو دهغوی ته بده وینا کوی یا ورسره بغض کوی نو هغه لره په مال د فئ کښی حق نیشته - او د مصعب بن سعد رضی اللّه عنه نه روایت دی چه خلق په دری قسمه دی (مهاجرین، انصار) دا دواړه خو تیرشوی دی او دریم قسم (تابعون باحسان) دا اوس هم باقی دی نوځان په دی قسم کښی داخل کړئ یعنی دصحابه کرامو سره بعض مه کوئ او دهغوی تابعداری کوئ او داسی قول د ابن ابی لیلٰی نه هم نقل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل