اَلْحَشْر ۶

وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

او هغه مالونه چه واپس کړی دی اللّه تعالٰی په رسول خپل باندی ددوی نه نونه دی زغلولی تاسوپه هغی باندی هیڅ اسونه او نه اوښان او لیکن اللّه تعالٰی زورآور کوی رسولان خپل په هغه چاباندی چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت والا دی -

هرکله چه د بنی نضیرو پاتی شوی مالونه فئ وؤ نوپه دی آیت کښی دهغی او دمال غنیمت په مینځ کښی فرق ذکرکوی (فَمَا أَوْجَفْتُمْ) نو کوم مال چه د کافرانو نه بغیر دجنگ نه حاصل شی نوهغه مال فئ وی لکه مالونه د بنی نضیر دارنگ چه دکافرانوجزیه او اخراج حاصل شی یا دهغوی نه څه مال بی وارثه پاتی شی نودیته هم مال فئ‌ وئیلی کیږی اوکوم مال چه دکافرانو په جنگ سره حاصل شی نوهغی ته مال غنیمت وئیلی کیږی دهغی تقسیم ئی سورة انفال (۴۱) کښی ذکر کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل