مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ
هغه چه تاسو پری کړی دی څه اونی د کجورو یا پریخودلی دی تاسو هغه اولاړی په ویخونوخپلو باندی نو دا په حکم د اللّه تعالٰی سره دی او ددی دپاره چه شرمنده کړی پوره نافرمانولره -
دا جواب دسوال دی هغه دا چه تاسو دفساد نه منع کوئ او حال دادی چه تاسو (ای صحابو) دبنی نضیر د کجورو اونی اوسیزلی اوپری مو کړلی نوداهم فساد دی؟ حاصل دجواب دادی چه داپه حکم د اللّه تعالٰی سره شوی دی اونوری فائدی په کښی هم دی نو دا شرعاً جائزدی -