ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دا په دی وجه سره چه دوی خلاف کړی دی د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او چاچه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی نویقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوؤنکی دی -
دا سبب دعذاب دی اودعویٰ دسورة ده - او (مشاقّه) دشق نه ماخوذ دی چودل او دوه ټکړی کیدلو ته وائی اودا په ښکاره مخالفت کولو کښی استعمالیږی او داسی په سورة انفال (۱۳) کښی هم تیرشوی دی -