اَلْحَشْر ۳

وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ

او که چیری نه وی لیکلی اللّه تعالٰی (په تقدیرکښی) په دوی باندی د وطن نه شړل نوبل عذاب به ئی دوی ته ورکړی وی په دنیا کښی اودوی لره په آخرت کښی عذاب د اور دی -

په دی آیت کښی تاکید دی په تخویف دنیوی سره او تخویف اخروی هم دی (وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ) یعنی دا عذاب دنیوی په اجلاء پوری خاص نه دی نوری ډیری نمونی د دنیوی عذابونو په مخکنو قومونو کښی تیرشوی دی لیکن په دی قوم باندی خود جلا وطنئ تقدیرکړی شوی ؤو (لَعَذَّبَهُمْ) یعنی ددغه نه علاوه بل عذاب ورکول په دنیاکښی لکه قتل او قید کول په شان دمشرکین بدر یا طوفانونه، سیلئ، قحطونه وغیره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل