اَلْمُجَادَلَة ۲۰

إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ

یقیناً هغه کسان چه خلاف کوی د حدود د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نه دغه کسان په ډیرو ذلیلانو کښی دی -

په دی آیت کښی سخت زجری محادّه کوؤنکو ته عموماً (که په هره زمانی کښی وی) اوپه (۵) کښی زجروو محادّه کوؤنکو ددی امت ته ددی وجی نه په هغه آیت کښی دهغوی تشبیه ئی دمخکنوسره ورکړی وه دایوفرق دی د دواړه آیاتونو دوهم فرق دادی چه هلته کښی دعاءِ شر (خیری وی) وه اوپه دی آیت کښی خبراو حکم کول دی ددوی په ذلت سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل