اَلْمُجَادَلَة ۲۱

كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ

لیکلی دی اللّه تعالٰی (په تقدیرکښی) چه ضرور غالب کیږم به زه او رسولان ځما یقیناً‌ اللّه تعالٰی قوت والا دی زورآور دی -

روستو دتخویف نه بشارت دی ایمان والوته په غلبه او نصرت الٰهیه سره کَتَبَ مراد ددی نه لیکل دی په کتاب د تقدیر کښی اوپه هغی کښی هیڅ قسم تبدیلی نه راځی (وَرُسُلِي) یعنی هغه رسولان چه جنگ کوی د دشمنانو سره نو غالب به وی په جنگ کښی په اعتبار دعاقبت سره اوپه حجت کښی به خو ټول غالب وی او داسی په سورة صافات (۱۸۲) کښی ذکرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل