اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ
غلبه کړی ده په دوی باندی شیطان نو هیرئی کړو ددوی نه ذکر د اللّه تعالٰی دغه کسان ډله د شیطان ده خبرشئ یقیناً ډله دشیطان دوی تاوان والا دی -
په دی آیت کښی نور دری قباٍئح ددوی ذکرکوی (اسْتَحْوَذَ) د حوذ نه ماخوذ دی په معنیٰ د راگیرولو، اوپه تیزئ او آسانتیا سره شړلو ته وئیلی کیږی اودا مستلزم دی غلبی او قوت لره یعنی شیطانانو په دوی باندی داسی قوت او غلبه په وسوسی کولو او گمراه کولو سره موندلی ده لکه چه هغه ددوی بادشاه دی او دوی ئی رعیّت دی (فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ) اوامر او نواهی د اللّه تعالٰی اوقرآن کریم او توحید ټولو ته دا لفظ شامل دی (حِزْبُ الشَّيْطَانِ) حزب هغه تابعداری کوؤنکی ته وئیلی کیږی چه اتباع د متبوع کښی کلک او تعصب کوؤنکی وی بل طرف ته په آسانه سره نه اوړی اونه دبل چا خبره آوری -