يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَى شَيْءٍ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ
په کومه ورځ چه پورته به کړی دی ټولو لره نو قسمونه به کوی دوی هغه ته لکه چه قسمونه کوی تاسوته اوگمان کوی دوی چه یقیناً دوی په څیز (فائده مند) باندی دی خبرشئ یقیناً دوی دروغژن دی -
په دی کښی ددوی دری قباحات ذکرکوی (كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ) یعنی دوی په دنیا کښی په دروغ قسمونوباندی عادت وؤ - ابن کثیروئیلی دی چه چا په کوم عمل باندی ژوند تیرکړی وی نوپه هغی باندی مړ کیږی اوپه هغی باندی بیا ژوندی کیږی -