لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
هیچ چیری به دفع نه کړی ددوی نه مالونه ددوی او نه اولاد ددوی د (عذاب) د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز دغه کسان اوروالادی دوی به په هغی کښی همیشه وی -
دا تخویف اخروی دی په ذکرددوه قباحتونو ددوی سره - او رد دی په زعم دهغه چا باندی چه په مالونو او اولاد سره لوئي او تکبرکوی (أَمْوَالُهُمْ) په فدیه ورکولو او رشوت ورکولو سره فائده نه ورکوی (وَلَا أَوْلَادُهُمْ) لفظ د لآئی د تاکید د نفی دپاره مکرر راوړی دی - اولاد په مدد کولو او دارنگ په دنیا کښی په دعاگانو غوښتلو اوپه نیک عملونوسره مور او پلار (مشرکانو) ته فائده نشی ورکولی -