اَلْمُجَادَلَة ۱۶

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ

جوړی کړی دی دوی قسمونه خپل ډال نوبند شول (یابندول کوی) د لاری د اللّه تعالٰی نه دوی لره عذاب رسوا کوؤنکی دی -

دا جمله په جواب دسوال کښی ده چه که څوک اوائي چه دوی سره دپوهی ولی په دروغه قسم کوی نوجواب ورکوی - او دارنگ دا جمله د تفصیل د سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ، دی اوپه دی کښی ددوی دوه قباحتونه نور ذکرکړی دی اوپه آخری جمله کښی تخویف دی - اوهرکله چه دوی په دورغه قسم کښی توهین کوی د نوم د اللّه تعالٰی او دارنگ د مؤمنانو اهانت کوی ددی وجی نه عذاب مهین ئی ذکرکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل