اَلْمُجَادَلَة ۱۳

أَأَشْفَقْتُمْ أَنْ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

آیا اویریدلئ تاسو چه اولیږئ مخکښی د جرگی ستاسونه خیراتونه نو کله چه اونه کړئ (دعجز دوجی نه) او آسانتیا راوستله اللّه تعالٰی په تاسو باندی نوپابندی د مونځ کوئ او ورکوئ زکوٰة او اطاعت کوئ د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو باندی چه تاسو ئی کوئ‌ -

(أَأَشْفَقْتُمْ) خطاب عام دی مؤمنانو او منافقانو ته - منافقان اوړیدل د صدقی ورکولو نه په سبب د بخل سره - او مؤمنان اویریدل د دوام ددی حکم نه یعنی دوی اوئیل که چیری دا حکم همیشه پاتی شی او مونږ فقراء یو هروخت دصدقی طاقت نه لرو نو د نبی ﷺ سره به د نجویٰ کولونه محرومه پاتی شو (فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا) منافقانو په دی باندی عمل اونه کړو دوجی د نفاق نه - لیکن مؤمنانو عمل اونه کړو ددی وجی نه چه فرصت دصدقی ورکولو ورته ملاؤ نه شو ځکه چه حکم کښی تبدیلی ډیر زر راغله (وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ) دلته توبه په معنیٰ د تخفیف سره ده لکه سورة مزمل (۲۰) کښی هم توبه په معنیٰ د تخفیف ده ځکه دلته د گناه صدور نه دی ثابت شوی (فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ) یعنی که چیری په مستحباتو باندی عمل نشئ کولی نو پرواه نیشته خو فرائضو باندی همیشه عمل جاری ساتئ‌ اوپه هغی کښی نسخ یا تخفیف نه راځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل