اَلْمُجَادَلَة ۱۴

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

آیا نه گوری هغه کسانو ته چه دوستانه کوی دداسی قوم سره چه غضب کړی دی اللّه تعالٰی په هغوی باندی نه دی هغوی ستاسونه او نه ددوی نه او قسمونه کوی په دروغوباندی او دوی پوهیږی -

ددی آیت نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی زجرونه دی مناقینو مفسدینوته او دهغوی پنځلس قبائح ذکرکوی او تخویف ورکوی په (۱۵) او (۱۷) کښی اوپه آخر کښی صفت د مؤمنانو دی په ذکر دبرائت د هغوی د محادینو مفسدینو اوبشارت دی مؤمنانو ته (وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ) په دعویٰ د ایمان او اسلام کښی اوشهادت درسالت ددی رسول کښی دروغژن وی او حال داچه قسمونه هم کوی په صیغه د مضارع کښی تجدد ته اشاره ده او لفظ دعلٰی کښی جرائت او زړه ورتیا ته اشاره ده یعنی مجتَرِئِینَ عَلَی الکَذِبِ (زړه ورتیا کوؤنکی دی په دروغو اوپه قسم کولو کښی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل