يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
ای ایمان والو هرکله چه جرگه کول غواړئ د رسول اللّٰه ﷺ سره نو اولیږئ مخکښی د جرگی ستاسونه خیرات دا غوره دی تاسولره او پاکوؤنکی ده نوکه تاسو نه مومئ (صدقه) نویقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
دا دریم قانون او ادی د نجویٰ کولو دی اومقصد په دی کښی تخفیف وؤ په نبی ﷺ باندی او ښکاره کول وو د اخلاص د مناجات کوؤنکو - وجه دا وه چه منافقینو خلقو به بی ضرورته د نبی ﷺ سره جرگی کولی او دهغه وخت به ئی ضائع کولو او نورو مسلمانانو له به ئی د نجویٰ کولو وخت نه ورکوؤ نودا قانون اللّه تعالٰی مقرر کړو چه څوک د نبی ﷺ سره نجویٰ کول غواړی نو وړاندی به صدقه اوکړی دپاره ددی چه اخلاص ئی معلوم شی اودا حکم مختص وؤ په نجویٰ د نبی ﷺ پوری (فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا) مراد ددینه عدم طاقت مالیه دی یعنی مسکین او فقیر باندی صدقه واجب نه ده -