اَلْمُجَادَلَة ۱۱

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

ای ایمان والو کوم چه وخت چه اوئیلی شی تاسوته ځای پریږدی یو بل ته په ځایونو دناسته کښی نو ځای پریږدئ ځای به فراخ کړی اللّه تعالٰی تاسو لره او کوم وخت چه اوئیلی شی پاسئ د خپل ځای نه نو پاسئ اوچتوی اللّه تعالٰی مؤمنانو لره ستاسونه او هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی په ډیرو درجو سره او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو باندی خبردار دی -

دا دوهم ادب دی دمؤمنانو دپاره د مجلس د تناجی سره متعلق دی چه په دی کښی امردی په اکرام او عزت د ملگرو د ایمان د وجی نه او د اهل علمو زیات اکرام او عزت کول - په دی کښی اشاره ده چه د مجلس او جماعت شرکاء به مساوی نه گنړئ بلکه علم والو له به افضله مرتبه او عهده ورکیدی شی - (إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ) تَفَسَّح، نه مراد دادی چه په خپل ځای باندی داسی کینی چه دبل ملگری ځای بند نه کړی دا معنیٰ نه ده چه فراخ او کولاؤ کینی او دبل چا د کیناستلو ځای بندی کړی - (الْمَجَالِسِ) ددی نه مراد عام مجلس د ذکر اودخطبی آوریدلو او مجلس د مشوری کولو او مجلس د درسونو وغیره دی (وَإِذَا قِيلَ انْشُزُوا) مراد ددی دادی چه امیرمجلس چاته امر اوکړی چه دخپل ځای نه پورته شه ددی دپاره چه مشرسړی له ځای ورکړی نودا شخص به دا امر منی او دارنگ چه امر اوکړی د مانځه دپاره، جهاد دپاره، بل څه کارخیر دپاره چه دخپل ځای نه اودریږئ نو دا امربه هم منلی کیږی - او ابن حجر د ابن رشد نه نقل کړی دی چه قیام په څلورقسمه دی اول قسم حرام دی هغه دا چه یو شخص غواړی د وجی د تکبر نه چه ماته دی قیام اوکړی شی دوهم قسم مکروه دی هغه دا چه یو شخص قیام په دی وجی سره بد گنړی چه متکبرینو سره تشبیه رانشی اویا ځما په زړه کښی تکبر پیدا نشی دریم قسم جائز دی هغه داچه یو شخص قیام دخلقو نه نه غواړی او دهغه د اکرام د بِر د وجی نه هغه ته قیام اوکړی شی څلورم قسم مستحب دی هغه قیام د هغه چه دپاره دی چه د سفر نه راشی یا هغه څوک چه هغه ته په څه نعمت باندی مبارکی ور کیدی شی یاپه څه مصیبت کښی تعزیه ورکیدی شی زیات تفصیل فتح الباری ص (۵۴) جلد (۱۱) کښی دی (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا) اشاره ده چه ایمان سبب درفعت دی (أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه رفعت په ایمان سره دی بیا ډیری درجی او رفعت په علم سره دی او اشاره ده چه رفعت په نیز د اللّه تعالٰی په ایمان او په علم سره دی نه په سبقیت د مجالسو سره - دوهمه توجیه دا چه پورته کوی اللّه تعالٰی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی وی او عالمان هم وی په ډیرو درجاتو سره - قرطبی لیکلی دی چه مراد د اوتولعلم نه علماء‌ دقرآن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل