اَلْمُجَادَلَة ۱۰

إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

یقیناً دا قسم جرگی د شیطان (په وسوسی سره وی) ددی دپاره چه غمژن کړی مؤمنانو لره او نه دی ضرر ورکوؤنکی مؤمنانوته هیڅ ضرر مگرپه حکم د اللّه تعالٰی سره او خاص په اللّه تعالٰی باندی توکل کوی مؤمنان -

په دی کښی رد دی په بی ضرورته جرگی کولو باندی او هغه جرگی کول د منافقانو دی په مخالفت د مؤمنانو کښی (لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا) یعنی منافقان چه هرکله جرگه کوی نو ضرور د مؤمنانو په مخالفت کښی ئی کوی - هغوی ته د ضرر رسولو دپاره ئی کوی (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) یعنی هرکله چه مؤمنان د هغوی د جرگو نه څه ویره محسوسه کړی او دهغوی د شر نه دی پناهی اوغواړی اوپه اللّه تعالٰی باندی دی ځان اوسپاری او د اللّه تعالٰی د مدد انتظار دی کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل