اَلْمُجَادَلَة ۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

ای ایمان والو هرکله چه جرگی کوئ تاسو نو جرگی مه کوئ په گناه او ظلم سره اوپه نافرمانئ د رسول سره اوجرگئ کوئ په نیکی کولو او تقویٰ سره، او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات چه هغه ته به جمع کړی شئ تاسو -

روستو د زجرورکولو نه مفسدانو ته په ناجائز تناجی کولو مؤمنانو لره اول قانون اصلاحی د تناجی په باره کښی ذکرکوی حاصل دادی چه کله مؤمنان یوجرگه، اجلاس، میټنگ کوی یا یو اجلاس ته را اوبللی شی نوضروری داده چه د ناجائز اجلاس کولو او دهغی شرکت نه دی ځان بچ اوساتی (بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَى) (بِر) اشاره ده امتثال د ماموراتو ته او تقویٰ اشاره ده اجتناب د منهیاتوته یا بِر احسان کول د مخلوق سره او تقویٰ حقوق اللّه ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل