اَلْمُجَادَلَة ۸

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَى ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ

آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه منع کړی شوی دی د جرگو کولو نه بیا راگرځی هغه کارته چه منع شوی دی دهغی نه او جرگی کوی په گناه او ظلم او په نافرمانئ د رسول سره اوهرکله چه دوی تاته راځی نو سلام کوی تاته په هغه طریقه چه سلام نه دی خودلی په هغی سره اللّه تعالٰی تاته او دوی وائي‌ په خپلو زړونو کښی ولی سزا نه راکوی مونږ ته اللّه تعالٰی د هغه چه مونږ وایو پوره دی دوی لره جهنم ورننوځی به دوی هغی ته نو بد ځای د ورتللو دی -

په دی کښی زجر دی په څلورو کارونو د مفسدانو سره - اول عود نجویٰ منهی عنه ته - دوهم تناجی دپاره د ناجائز کارونو دریم سلام کول خلاف د سنت نه څلورم ځآن دگناه اوعذاب نه پاک گنړل - (بِالْإِثْمِ) مراد ددی نه هرهغه گناه ده چه دحقوق د اللّه تعالٰی سره تعلق لری کفر، شرک، دروغ وئیل او بدکاری وغیره - (وَالْعُدْوَانِ) هغه گناه ده چه حقوق د بندگانو سره تعلق لری لکه ظلم کول، بهتان تړل، غیبت کول مال د غیر غصب کول وغیره (وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ) هرهغه گناه ده چه حق د پیغمبر سره تعلق لری لکه دهغه سنت نه مخالفت کول، دهغه بی ادبی کول، بدعات رسمونه رواجونه کول (حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ) دا شامل دی هغه الفاظ او طریقی د سلام ته چه دشرعی نه خلاف وی لکه لفظ السَّامُ عَلَیکَ، په خیرراغلی، په ښه چارشی - اَنعِم صبَاحاً (صبادی ښه شه) ورځ دی ښه شه یاپه گوتو او په لاس اوچتولو سره سلام کافی گنړل او ابتداء په السّلام علیکم سره نه کول - اوپه داسی حالت کښی هغه حقدار د جواب د سلام نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل