اَلْمُجَادَلَة ۳

وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ذَلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

اوهغه کسان چه ظهار کوی دزنانو خپلوسره بیا واپس کیږی (ماتولود) هغه خبری ته چه دوی وئیلی وی نو آزادول د مرئی دی مخکښی د یوځای کیدلو ددوی نه اودا وعظ درکیدی شی تاسوته په دی سره او اللّه تعالٰی ستاسوپه عملونو باندی خبرداردی -

په دی آیت کی تفصیل د کفاری د ظهار دی یعنی په ظهار سره ابدی تحریم نه راځی بلکه کفاره فقظ لازمیږی (ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا) اوله معنیٰ دا چه ددی لفظ تکرار اوکړی دا عود دی - دوهم معنیٰ دا چه جاهلیت کښی ئی کری وی اوبیائی په اسلام کښی اوکړی - دریمه معنیٰ داچه اراده د جماع اوکړی دپاره دتحلیل (مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا) مراد د مس نه جماع ده او قُبل او لمس په لاس سره هم په دی کښی دا خل دی - لیکن که چیری جماع وغیره ئی دکفاری نه وړاندی کړی وی نو صحیح داده چه استغفار دی غواړی او کفاره به یوه وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل