الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْكُمْ مِنْ نِسَائِهِمْ مَا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ وَزُورًا وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ
هغه کسان چه ظهار کوی ستاسونه د زنانؤ خپلوسره نه دی دوی میندی دهغوی، نه دی ددوی میندی مگرهغه دی چه زیگولی دی دوی لره او یقیناً دوی ضرور وائي بده وینا نه او دروغ او یقیناً اللّه تعالٰی ضرور معافی کوؤنکی بخنه کوؤنکی دی -
په دی کښی رد دی په رسم د جاهلیت باندی او هغه سبب دفساد او تفرق وؤ هغه داچه چه به خپلی ښځی ته اوئیل چه ته په ما باندی ځما دمور په شان ئی نوهغه به دوی په شان دمور همیشه حرامه گنړله او طلاق ابدی به ئی گنړلو (يُظَاهِرُونَ) داد اظهار نه ماخوذ دی او ظهار د ظهر نه دی ظهر په اصل کښی مَلا (شا) ته وئیلی شی او دا کنایه وی د سورلئ نه او د سورلئ نه مراد جماع کول وو - اوددی الفاظ اتفاقیه دا وی چه اوائی ښځی ته انتِ علیّ کظهر امیّ او دارنگ دمور په ځای چه نیا ذکرکړی او که چیری لور یا خور یا نور محرماتو سره تشبیه ورکړی نوپه هغی کښی د اهل علم اختلاف دی ابن کثیروئیلی دی چه صحیح داده چه په هغی سره هم ظهار لازمیږی (مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ) یعنی دا شرعاً ناجائز دی او اهل عقل هم بد گنړی (وَزُورًا) یعنی د حقیقت (واقع) نه مخالف دی ځکه دا چه جمله خبریه شی نو ښځه خو مورنه ده اوکه جمله انشائیه شی نو ښځه مستقبل کښی هم دخاوند دپاره مور نشی کیدی -